
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «صدی البلد» له قوله ئې خپورکړی راغلي دي، الازهر نړیوالې اکاډمۍ د «اوسمهاله مبلغ د چمتو کولو» په دوه میاشتني کورس کې د ګډون کوونکو بهرنیو امامانو او مبلغانو لپاره د فسطاط سیمې د یو شمېر اسلامي او مسیحي تاریخي ودانیو د لیدنې پروګرام جوړ کړی و.
په دې کورس کې له الجزایر، نایجیریا، هند، غنا، توګو، بنګلهدېش او ماداګاسکر څخه روزنیز ګډونوال برخه لري.
د الازهر نړیوالې اکاډمۍ مشر حسن الصغیر وویل؛ دا لیدنیز سفر د هغه پراخ پروګرام یوه برخه ده چې اکاډمۍ یې د مصر د دیني او فرهنګي ځایونو د پېژندنې لپاره پلي کوي.»
هغه زیاته کړه چې تېره اوونۍ هم اکاډمۍ د ګډونوالو لپاره د الازهر جامع جومات د لیدنې پروګرام درلود، چې په ترڅ کې یې ګډونوال د دغه جومات له بډایه تاریخه، بېلابېلو صحنونو او د اسلامي علومو، عربي ژبې، اعتدال او منځلاریتوب د خپرولو په برخه کې د هغه له رول سره بلد شول.
الصغیر څرګنده کړه چې د دغو لیدنو تنوع د الازهر هغه تګلاره څرګندوي چې غواړي داسې مبلغین وروزي چې د دیني او فرهنګي پوهې خاوندان وي. نوموړي زیاته کړه چې دا لیدنې د مصر د بډایه فرهنګي، تاریخي او بشري میراث د پېژندنې سبب کېږي او د ګډونوالو وړتیا پیاوړې کوي، څو د الازهر د رسالت دقیق انځور نړۍ ته ورسوي.
په دې پروګرام کې د فسطاط سیمې د څو مهمو تاریخي او دیني آثارو لیدنه شامله وه. د الازهر د عربي ژبې پوهنځي د اسلامي تمدن د څانګې استاد محمد الجزیري ګډونوالو ته د سیمې د تاریخ او فرهنګي ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
هغه د عمرو بن العاص جامع جومات تاریخي ارزښت او د بېلابېلو تاریخي دورو په اوږدو کې د فکري او تبلیغي خوځښتونو په برخه کې د هغه پر مهم رول ټینګار وکړ.
په دې سفر کې د څو مهمو مسیحي تاریخي ودانیو لیدنه هم شامله وه، چې د «المعلقه» کلیسا او د «ابي سرجه» کلیسا یې له مهمو بېلګو څخه دي. ګډونوال د دغو ځایونو له تاریخي ارزښت او ځانګړتیاوو سره هم آشنا شول.
بهرنیو مبلغانو همدارنګه د بابلیون کلا څخه لیدنه وکړه، چې د مصر له لرغونو او مهمو تاریخي کلاوو څخه شمېرل کېږي او د روم له دورې څخه تر اسلامي فتحې پورې د مصر د تاریخ یوه روښانه انځور وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4355536